خبریالان وایي، چي دولت د ارغند پيښي ته خاص اهمیت نه ورکوي او همداسي بې تفاووته پاته دی.
دوی ګواښ وکړ که چیري ژر اقدام ونه سي نو د بیان ازادۍ ورځ به تحریم کړي او د حکومت دا تش شعار به وننګوي.
د کندهار خبریالان وايي، چي دولت تر اوسه خبریالان ته هیڅ جواب نه دی ویلي او همداسي بې تفاووته پاته دي نو ځکه دوی هم خپل پرېکون ته دوام ورکوي.
دوی وايي، که چیري د مي میاشتي تر دریمي نېټې د ارغند قاتلین او د دې برید طراحان ونه نیول سي دوی به د بیان د ازادۍ ورځ تحریم کړي.
دوی وویل، د بیان ازادي د خبریالانو د ویني په تویولو تمامه ده خو داسي د بیان ازادي دوی نه غواړي.
خبریالان وايي، د ارغند په څېر نور خبریالان هم شهیدان سوي خو دولت بیا هم د خبریالانو ژوند خاصه پاملرنه نه ده کړې.
خبريالانو وويل، چي د دولت چوپتيا دا ښيې چي حکومت د دا ډول پيښو د مخنيوي او د تر سره سويو پيښو د څيړني او پلټني اراده نه لري.
خبریالانو او د مطبوعاتو د ملاتړ بنسټونو مسولینو وویل، که دا حالت همداسي دوام وکړي خبریالان مجبوره دي چي د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره کندهار پرېږدي.
دوی وویل، خبریالانو همېشه د خلکو ستونزي او ږغ تر مسولینو رسولی او په دې برخه کي یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي.
شهيد عبدالمنان ارغند تيره چهارشنبه کله چي له کوره د خپل کار په لوري روان وو په نهمه ناحیه کي یارانه مارکېټ ته څېرمه د موټرسایکل سپرو په ډزو شهيد کړل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون