دهوني لومړی لوبډلمشر سو چي په ۲۰ اوریزو لوبو کي ۵۰۰۰ منډي جوړوي

لیکنه: عبدالله عادل

مهیندر سینګ دهوني چي په( Captain Cool) هم مشهور دی لومړی لوبغاړی سو چي په شل اوریزو لوبو کي ۵۰۰۰ منډي بشپړوي.

د ۲۰۱۸ کال یولسم پړاو ای پي ایل(IPL) په ۲۴ مه لوبه کي چي د چینای سوپر کینګز او بنګلور تر منځ ترسره سوه, دهوني وتوانید چي د ښکلي توپوهني په مرسته د بنګلور له لوري ورته ایښودل سوی د ۲۰۶ منډو هدف د وروستي اور په څلورم توپ د ښکلي شپږیزي په وهلو سره ترلاسه او خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

دا د هند د پخواني لوبډلمشر دهوني دلوبیز ژوند د ښو لوبو څخه یوه بله بهترینه لوبه وه چي پکښي یې د ۳۴ توپونو په مټ ۷۰ چټکي او ناسوځیدلي منډي جوړوي کړې.

په روان یولسم پړاو IPL کي دا د دوني دوهمه نیمه سلیزه وه.

نوموړی ددې نیمه سلیزي په مرسته وتوانید چي د لوبډلمشر په توګه په ۲۰ اوریزو لوبو کي ۵۰۰۰ منډي پوره کړي.

دغه راسته لاستی توپ وهونکی دا مهال په ۲۰ اوریزو لوبو کي د لوبډلمشر په توګه ۵۰۱۰ منډي لري.

په دوهمه لیکه کښي د کلکتې او ډیلي مخکنی لوبډلمشر ګاتم ګمبیر دی چي د لوبډلمشر په توګه یې د ۲۰ اورونو په فارمټ کي ۴۲۴۲ منډي ترسره کړي.

په دریمه لیکه کښي بیا د هند ملي لوبډلي او بنګلور لوبډلي لوبډلمشر ویرات کولي دی چي د لوبډلمشر په توګه یې په شل اوریزو لوبو کي ۳۵۹۱ منډي جوړي کړي.

ویرات له مهیندر سینګ دهوني څخه تقریبآَ ۱۴۰۰ منډي شاته دی چا چي له ۲۰۱۷ کال را وروسته د هند لوبډلمشري نه ده ترسره کړې.

ویرات کولي هغه لوبغاړی کیدای سي چي د دهوني دغه ریکارډ مات کړي ځکه نوموړی د بنګلور تر څنګ دا مهال د هند لوبډلي لوبډلمشري هم په غاړه لري.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...