د افغانستان د فوټبال ساحلي ټیم د ساحلي فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کي یو قدم مخ ته ولاړ او د ۵۶م ځای څخه ۵۵م ځای ته پورته سو.
افغان ساحلي فوټبال لوبډله بیا په آسیا کي په ۱۰م ځاي کي کرار لري.
د یادلو وړ ده، چي د افغانستان د ساحلي فوټبال مسئول له دوو میاشتو راهیسي له خپلي دندي لیري سوی او یاد پرمختګ خپله د ملي ټیم روزونکي او لوبغاړو په هڅو سره سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون