په کندهار کي د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو

راپور: سید حمید هاشمي

د عامي روغتیا مسٔولین وايي، په دغه کمپاین کي به ۵ لکه او ۲۱ زره کوچنیانو ته د پولیو واکسین ورکړل سي.

خو مسٔولین وايي، په غورک او خاکریز ولسوالیو کي به د امنیتي ستونزو له امله د واکسین کمپاین نه ترسره کیږي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد له کلي څخه تیره ورځ د پولیو واکسین کمپاین پیل سو.

د عامي روغتیا ریٔس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، چي د واکسین په دې کمپاین کي به د ټول کندهار په سطحه ۵۲۱۰۰۰ کوچنیان واکسین کړل سي.

خو هغه وايي، دا کمپاین په خاکریز او غورک ولسوالیو او د میوند او ارغستان په ځینو سیمو کي د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله نه ترسر کیږي چي له امله به يې ۴۶ زره کوچنیان د واکسین څخه بې برخه پاته سي.

پر همدي مهال د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزی وايي، چي په دغه ولسوالۍ کي د واکسین د کمپاین په وړاندي هیڅ کومه امنیتي ستونزه نسته.

د هغه په خبره خلک د واکسین د کمپاینو سره همکاري کوي او دوی هیله لري چي په ټوله ولسوالۍ کي دغه کمپاین ترسره سي.

په کندهار کي د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د پولیو پنځه مثبتي پیښي سوي دي چي دري يې په شاولي کوټ یوه په سپین بولدک او یوه په خاکریز ولسوالي کي پیدا سوي.

د کندهار د خاکریز ، غورک، میوند او ارغستان ولسوالیو تر څنګ په هلمند او روزکان ولایتونو کي هم طالبانو د واکسین کمپاین بند کړی او غوښتنه يې کړي چي باید دغه کمپاین د کورونو پر ځای په مسجدونو کي ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...