راپور: جواد داوري
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر بریالي هلالي په لښکرګاه د سولي په تړاو د قومي مشرانو او ځايی اوسیدونکو یوې غونډي ته د حکومت وروستي د سولي هلي ځلو په اړه مالومات شریک کړل.
بریالی هلالي وايي، حکومت د اسلامي نړۍ په هلو ځلو توانیدلی چي د سولي یو ملي اجماع رامنځته کړي چي په دې سره به پر وسله والو طالبانو هم فشار زیات سوی وي او سولي ته به غاړه کښیږدي.
د هلمند قومي مخورو ، دیني عالمانو او مدني فعالانو د حکومت د اوربند موده د سولي هیلو ته نژدې کیدو کي ګټوره وبلل خو په عین وخت کي یې پر وسله والو طالبانو نیوکي وکړې چي د اوربند موده يې د خلکو د غوښتني علاوه هم زیاته نه کړل.
دوی وايي، په راتلوونکي لوي اختر که به د جګړې د ښکیلو دواړو غاړو له لوري اوږد مهاله اوربند رامنځته سي د سولي هڅي به نتیجه ورکړي او ولسي خلکو ته به زمینه برابره سي چي په غیر مستقیم ډول وسله وال طالبان او سرتیرو لیدو کتو ته زمینه برابره کړي.
د محلي منابعو د معلوماتو پر اساس د هلمند ولایت په اکثره ولسوالیو کي د وسله والو طالبانو په منځو کي د سولي خبري راپورته سوي دي.
ځیني جنګیالي هڅه کوي د سولي خبرو ته کښیني خو یوشمیر یې بیا د مخنیوي په پلمه د سولي خبري تحریموي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون