په ازبکستان کي د تاجکستان سفیر ویلي ټاکل سوې وه، چي د رېل پټلۍ یوه پروژه له تاجکستان پیل د افغانستان له خاوري تر تیریدو وروسته له ترکمنستان سره وصل سي.
دده په خبره اوس یې دغه پروژه لغوه کړې ده او پر بدیل یې فکر سوی دی.
سفیر ویلي هغه وخت د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ اړیکي خړي پړي وي نو اوس چي اړیکي رغیدلي دي، دغه پټلۍ به د ازبکستان له خاورې په لنډه تر ترکمنستان ورسېږي.
ددغه پټلۍ یوه برخه لا وار د مخه ترکمنستان جوړه کړې ده او تر افغان خاوري رسیدلې ده. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د تاجکستان له حکومت یې ددغه پرېکړې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د ترکمنستان رېل پټلۍ په ۲۰۱۶ کال کي پرانیستل سوه او افغان حکومت هغه د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټوره وبلله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون