د پاکستاني حکومت یوه چارواکي نورالحق قادري ویلي چین پرېکړه کړې چي له دغه ستري پروژې سره به افغانستان هم وصلوي.
دده په خبره ډېر ژر به سعودي عربستان او افغانستان په دغه پروژه کي شریک کړل سي او په دې توګه به ددغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي وده کي پوره همکاري سوې وي.
نوموړي همدا راز ویلي چي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت غواړي د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري او په دې برخه کي به پوره پوره هڅه کوي.
نږدې دوه اونۍ وړاندي چین اعلان وکړ، چي تر اوږدو بحثونو وروسته یې پرېکړه کړې، څو افغانستان هم د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په ستره پروژه کي شریک کړي.
دغه پروژه په پاکستان کي پلي کېږي او چین ورباندي پنځوس میلیارده ډالر پانګونه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون