په یوه هوايي برید کي په کاپیسا کي د یوې کورنۍ اتلس غړي وژل سوي دي

افغان اسلامي اژانس د سیمي د اوسيدونکو له خولي لیکلي، چي تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کي پر یوه کور هوایي برید سوی دی.

د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس یاد اژانس ته ویلي، چي بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور سوی دی او ددغه کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

محمد قابل وايي چي په پېښه کي ددغه کورنۍ اتلس غړي چي ښځي او ماشومان هم پکښي دي ځای پر ځای وژل سوي دي.

دده په خبره دغه کسان ټول ملکي وګړي دي او له وسله والو ډلو سره هیڅ راز اړیکه نه لري.

بل پلو د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري مني چي بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه عملیات ترسره کړي دي، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله یې رد کړې ده.

دده په وینا په دغه عملیاتو کي اته طالب وسله وال وژل سوي او اته نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چي د ګډو ځواکونو عملیات په یاده سیمه کي لا هم روان دي او له یادو سیمو د وسله والو طالبانو تر پاکولو پورې به روان وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...