ټرمپ له ولسمشر غني سره لیدنه رد کړې ده

یوه سرچینه وایي، افغان ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون لپاره امریکا ته سفر ونه کړ چي د امریکا ولسمشر له نوموړي سره لیدنه رد کړې ده، خو رسمي حکومتي سرچیني دغه څرګندوني بې بنسټه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې معتبري سرچینې د نامه نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، ټاکل سوې وه چي ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کي ګډون وکړي او د دې ناستي په یوه برخه کي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

سرچینې زیاته کړه، په همدې موخه یو پلاوی له افغانستان امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له افغان ولسمشر سره لیدنه رد کړې او ویلي یې و چي د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس به له غني سره لیدنه وکړي.

سرچینه وايي، ولسمشر غني له دې امله چي ټرمپ ورسره لیدنه رد کړې، ونه غوښتل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي ګډون وکړي.

د ولسمشر ویاند شا حسین مرتضوي بیا وايي چي دغه معلومات ناسم او بې بنسټه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...