د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه بارسلونا د سویا فوټبال لوبډلي کوربتوب په نیوکمپ لوبغالي کي وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره دواړي ګولوهني د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي ترسره کړې، چي یو ګول یې د پينالټۍ په واسطه ولګوی.
د سویا لپاره بیا لومړی ګول ګامیرو ترسره کړ، خو دوهمه ګولوهنه یې لوبډلمشر ډاني پاریجو د پینالټۍ په واسطه ترسره کړه.
نن یکشنبه بیا ددغه لیګ د رواني اونۍ په لوبو کي ماپښین ۳:۳۰ بجي ویاریال د اسپانیول سره، ماښام ۷:۴۵ بجي ریال بیټیس د اتلاتیک ماډریډ سره، ماخستن ۱۰ بجي ایبار د جیرونا سره او نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۱۵ بجي بیا ریال ماډریډ د ډیپورټیو آلاوز سره میدان ته کښته کیږي.

هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون