په کندهار ښار کي ځيني مرکزي سړکونه ډیر کم بره دي او خلک يې له زياتو ستونزو سره مخ دي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار ښاريان وايي، چي د ښار په مرکزي ساحو کي يو شمېر سړکونه ډېر کم بره دي، چي زياته ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې ده.

دوی زياتوي، دغه ګڼه ګوڼه د وسايطو د ټکر لامل سوي، چي ډېری کسانو پکښي خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

ښاريان له اړوند مسٔوولینو غوښتنه کوي چي ياد سړکان دي پراخ کړي، تر څو د تګ راتګ پر وخت خلک له ستونزو څخه خلاص سي.

دغه راز ښاريان وايي، ځيني دوکاندارانو او خرڅوونکو پر سړکونو او پیاده روونو باندي، د دوکان توکي ایښي يي او دغه راز هغه ګاډیو چي د سړک پر غاړه ولاړي وي زیاته ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې ده.

د دوی په خبره، دغه کسانو ته دي خاص ځایونه وټاکل سي او په ښار کي دي د وسايطو لپاره تم ځايونه او پارکينګونه جوړ کړل سي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ مسولين وايي، بوديجه يې کمه ده او نه سي کولای چي ټولو ستونزو ته پر یوه وخت لاس رسی وکړي.

د کندهار ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايي، کندهار ښاروالي د ښار د نظم او پاک ساتلو لپاره هره ورځ خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

څرکند وايي، ټول هغه دوکانداران چي پياده روو بندوي مجازات او جریمه کیږي او د سړک پر غاړه له پلورونکو څخه هم غوښتنه کوي چي ښاري نظم ګډوډ نه کړي.

ده وویل، په ښار کي یې ځيني پارکينګونه جوړ کړي دي او خلکو ته يې په اجاره ور کړي، تر څو ښاريانو ته د موټر درولو لپاره سهولت رامنځته سوی وي او هغه کسان چي لوړ مارکيټونه جوړوي د قانون له مخي بايد تم ځايونه هم جوړ کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...