راپور: محمد یار مجروح
دسولي دغه غوښتونکي چي په خیمه کي راټول سوي وايي، د افغان سولي په برخه کي دي دیني عالمان خپل ږغ پورته کړي.
دوی وايي، د کندهار تر ترڅنګ به د افغانستان په ټولو ولایتونو کي دا ډول خیمې ودروي او خپلي مبارزې ته به تر هغه دوام وکړي تر څو په افغانستان کي سوله راسي.
دافغان سولي غوښتونکې یوه بله ډله.
په کندهار کي د سولي غوښتونکي یوې بلي ډلي له تیرو دوو ورځو راهیسي خیمه وهلې چي موخه يې داده تر څو دیني عالمان پدې برخه کي خپل ږغ پورته کړي.
که څه هم په خیمه کي د ناستو کسانو شمېر د ګوتو په شمار دي خو یاد کسان وايي، د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کي به د سولي خیمې ووهي او تر هغه به دې کار ته ادامه ورکړي تر څو په افغانستان کي سوله راسي.
دوی وايي، سوله د قران په رڼا کي غواړې چي پدې برخه کي دي دیني عالمان خپله دنده پر مخ یوسي.
بلخوا یوشمېر کسان د سولي په برخه کي دا ډول ناستي او حرکتونه پر ځای بولي او زیاتوي، له دا ډول حرکتونو سره د عامو خلګو زهنونه پراخیږي او دسولي غوښتنه کوي.
دوی وايي، له هغه را وروسته چي افغانانو د سولي ږغ پورته کړی ورسره سم د جنګ ښکيلي غاړو د سولي په برخه کي ګړندي ګامونه پورته کړي دي.
تر دې وړاندي هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کي عامو کسانو خپل ږغ پورته کړي او همدارنګه هلمندي ځوانانو له هلمند څخه تر مزار شریف ولایت پوري د سولي غوښتني په پلمه پلي مزل وکړ چي ورسره سم د افغان سولي په برخه کي یوه اندازه پرمختګ هم راغلی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون