راپور: جواد داوري
د هلمند د کرني ریاست چارواکي وايي، د نیالګیو په روزنه کې خصوصي سکتور هم ونډه لري له بلي خوا د نیالګیو روزونکي وايي سږ د وچکالۍ له امله د نیالګیو په ایښودولو کي کموالی راغلی دی.
کرونده ګر له دولت څخه غواړي چي د اوبو زمینه ورته مساعده کړي تر څو اوسنی کرنیز سیسټم د وچکالۍ له امله زیانمن نه سي.
سږکال په هلمند د نوي کال دپاره شاوخوا ۸۰۰۰ نیالګي کرل سوي تر څو په ښار او ولسوالیو کي پر کرونده ګر وویشل سي.
د هلمند د کرني او مالداري رئیس انجنیر زلمي الکو وايي یو اندازه نیالګي يې د دولتي امکاناتو له مخي چمتو کړي او یوه برخه يې خصوصي سکتور له دولت سره په همکاري نیالګي چمتو کړي دي.
دی وايي، د موسمي تغیر له مخي سر له اوسه د نیالګیو د ایښودلو وخت دی او له خلکو غواړي چي په ښار او ولسوالیو کي د نیالګیو په ایښودلو او سمسورتیا کي ورسره مرسته وکړي.
پر همدي مهال د هلمند والي جنرال محمد یاسین د کرني وزارت څخه غواړي چي دي ولایت ته یو شمیر کرنیزي پروژې ځانګړي کړي ځکه د هلمند اوبه او هوا د کرني لپاره مساعده ده او اوسیدونکي يې هم تر ډیره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
هلمند والي ځینو موسیساتو هم د کرني د ودي او بزګرو په روزنه کي فعاله ونډه اخیستی او د بزګرو حاصلات تر پخوا زیات سوي او کیفیت يې هم لوړسوي دي.
پرهمدي مهال د لښکرګاه ښار اوسیدونکي او نیالګي پلورونکي پر دولت په نیوکي سره وايي د وچکالۍ له امله يې د تیر کال په پرتله د نیالګیو غوښتوونکي لږ سوي دي اړتیا ده دولت کرونده ګرو ته د اوبو زمینه برابره کړي تر څو خلک د نویو نیالګیو ایښودولو ته وهڅول سي.
هر کال د دولت او خصوصي سکتور له لوري سلګونه نیالکي په ښار او ولسوالیو کي توزیع کیږي خو د نه پاملرني له امله هغه نیالګي یا وچ سوي او یا هم پر نیمايي قطع سوي وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون