په کندهار کي د نوماندانو ناظرین وايي، د رای پاڼو بیا شمیرلو پروسه له ستونزو ډکه ده

د شکایاتو کمېسیون په کندهار کي د ۲۴۵ هغو محلونو راي پاڼي بیا شمېري چي په مرکز کابل کي يې په اړه شکایتونه ثبت سوي وو.

دا دریم ځل دی چي په کندهار کي د رای پاڼو صندقونه بیا بیا شمېرل کیږي خو د نوماندانو ناظرین دغه پروسه د ستونزو او درغلیو ډکه بولي.

د کندهار د شکایاتو کمېسیون وايي، تر دا مهاله يې د ۱۵۰ محلونو راي پاني بیا شمېرلي او تر ډیره یې د درغلیو مخه هم نیولې ده.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...