په ترکیه کي د امریکا پر قونسلګرۍ بریدګره میرمن ونیول سوه

د رپوټونو پر اساس، نیول سوې مشکوکه ښځه خدیجه کلیج نومیږي او په ترکیه کي د یوه چپي وسله وال ګروپ چي د خلکو د ازادۍ انقلابي جبهه ورته ویل کېږي، غړیتوب لري.

 

د امریکا او ترکیې حکومتونه دا ترورېستي ډله ګڼي.

 

هغه پرون د فبرورۍ په ۲مه د استانبول په اوجېلار سیمه کې نیول سوې ده.

 

د ۲۰۱۵ میلادي کال د اګست په میاشت کي دوو ښځو په استانبول کي د امریکا پر قونسلګرۍ ډزي وکړې چي یوه حمله کوونکي په هغه ځای کي نیول سوې وه، خو دوهمه له هغه راهیسې ورکه وه.

 

په ترکیه کي د هغې د نیولو لپاره دوه لکه او نوي زره امریکايي ډالر جایزه هم اعلان سوې وه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...