استاد سیاف: داسي سوله غواړو چي عزت او حیثیت مو پکښي خوندي وي

 

پخواني جهادي قومندان او سیاسي څېرې عبدالرسول سیاف تر اوږدې چوپتیا وروسته د سولي په اړه څرګندونې کړې دي.
دده په خبره افغانستان د افغانانو کور دی او بل څوک نه سي کولای ددغه هیواد په عزت لوبې وکړي.
سیاف زیاته کړې، ټول افغانان د خپل هېواد دفاع کوي او ټول د هغه سولي غوښتونکي دي چي د افغانستان او افغانانو عزت پکښي خوندي وي.
د هغه په وینا داسي سوله راتلونکې ده چي د افغانانو مبارزې به په هغه کي رنګ راوړي او د ټولو هيلي به پوره سي.
نوموړي پر ټولو لورو ږغ کړی چي د جګړې او پردیو په اشاره د خپل هېواد د ورانولو ډرامه پرېږدي بلکي د خپل هېواد د جوړولو لپاره دې د سولې لار غوره کړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...