د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو په لومړۍ لوبه کي د سکټالنډ پر وړاندي ماته ومنله.
دغه لوبه پرون یکشنبې د زمبابوي په بولاوایو ښار کي ترسره سوه او د لوبي پچه سکاټلنډ وګټله او د توپ اچوني پرېکړه یې وکړه.
د توپوهني په برخه کي افغانستان له ۴۹،۴ اورنو څخه اود ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۵ منډې جوړې کړې.
که څه هم افغانستان په لومړیو اورو کېي درې وکټونه له لاسه ورکړل خو محمد نبي او نجیب الله ځدران وتوانیدل چې ښه توپوهنه وکړي.
نبي له ۸۲ توپونو څخه ۹۲ منډي جوړي کړي او ځدران وتوانید چي ۶۹ توپونو څخه ۶۷ منډې جوړه کړي.
خو د توپ اچوني په برخه کي افغان توپ اچوونکو ښه ونه ځلېدل او د سکاټلنډ توپ وهوونکو وتوانیدل چي ورکړل سوی هدف په اساني سره پوره کړي.
سکاټلنډ په ۴۷،۲ اوورنو کې او د درې لوبغاړو په سوځیدو سره وتوانید چې ۲۵۶ منډې جوړه کړي.