د کندهار ولایتي شورا: ولسمشر غني په کندهار کي د ډیرو پروژو د عملي کولو ژمني ورسره کړي دي

راپور: محمد یار مجروح

د ولایتي شورا د مسٔوولینو په خبره ولسمشر یادي ژمني د ټاپي پروژې د پرانیستني پر مهال په هرات ولایت کي کړي دي چي په خبره يې په کندهار کي به په زیات شمیر پروژې ورغول سي.

کندهار ولایتي شورا همدا راز وویل چي افغان حکومت دي افغان ترک لیسې پر مخکني حالت پریږدي.

د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، ولسمشر اشرف غني د ټاپي پروژې پر مهال ورسره په کندهار کي د زیاتو پروژو د رغولو ژمني کړي دي.

دده په خبره ولسمشر پر دي ټنګار کوي چي په کندهار ولایت کي د اوبو بندونه ورغول سي.

دی وايي، له ولسمشر څخه يې خاصه غوښتنه دا وه چي د کندهار ولایت سرشمیرنه دي له سره وسي او د نفوس پر اساس دي دې ولایت ته بودیجه ورکول سي.

بل خوا کندهار ولایتي شورا ته د افغان ترک لیسې والدینو شکایت وکړ چي افغان حکومت دي د دوی د اولادونو غم وخوري او یادی لیسې دي ترک حکومت ته نه سپاري.

افغان ترک لیسې چي د ناراضه فتح الله ګولن ګوند له لوري تمویلیږي له شاوخوا شلو کلونو راهیسي په افغانستان کي فعالیت لري او تیره اونۍ د ترکیې هیواد د پوهنی وزارت ته وسپارل سوې.

د کندهار د ولایتي شورا ریٔس د افغان ترک لیسو به اړه وايي. چي حکومت دي یادي لیسې پر پخواني حالت پریږدي.

د ده په خبره که افغان حکومت د یادو لیسو واک د ترکیې حکومت ته سپاري باید د یو خاص پلان پر اساس دي دا کار ترسره کړي تر څو د زده کوونکو د زده کړي بهیر ته زیان ونه رسیږي.

کندهار ولایتي شورا همدا راز په غونډه کي له کندهار ښاروال څخه وغوښتل چي د ښار تاریخي سیمو ته دي پام وکړي او د ښار هغه سیمي دي نه نړوي چي د کندهار ښار د تاریخ ښکارندويي کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...