د متحدو عربي اماراتو ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کي د اسیا جام ‘سوپر فور ‘ یا دویم پړاو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبې کي له یوې سختي سیالۍ وروسته پاکستان دغه لوبه په دریو وېکټو وګټله.
لومړی توپوهنه افغانستان وکړه او د شپږو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.
پاکستان د لوبي وروستي اوور کي د اوو لوبغاړو له سوځیدو وروسته ټاکلی هدف بشپړ کړ.
د پاکستان له لوري شعیب ملک له ۵۱ منډو سره او حسن علي له شپږو منډو سره ناسوځېدلي پاته سول.
د افغانستان له لوري راشدخان درې، ګلبدین نایب یوه او مجیب ځدراڼ دوې وېکټې واخیستي.
د افغانستان له لوري ټاکل سوی هدف ته رسېدو لړ کي امام الحق او بابر اعظم د ۱۵۴ منډو ملګرتیا وکړه او پر لوبه یې د پاکستان لوبډلي کنترول ډېر کړ.
امام الحق له ۸۰ او بابر اعظم له ۶۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.
له دې مخکي د افغان بټینګ برخه کي خورا په زړه پورې لوبه وسوه او حشمت الله شهیدي په افغان توپوهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې، چې له ۹۷ منډو سره ناسوځیدلی پاته سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون