د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د سوشما سوراج لیدنه لغوه سوې ده

 د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره نیویارک کي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره احتمالي خبري نه کوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د نیویارک دغه احتمالي لیدنه لغو سوې ده.

سرچینه زیاتوي، د لیدني له اعلان وروسته یو شمیر پېښې وسوې، چي د عمران خان اصلي څیره یې څرګنده کړه نو له همدې امله نیویارک کي لیدنه نه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، که هند غواړي کولای سي له پاکستان سره پر ترهګرۍ خبري وکړي.

دده په وینا اسلام اباد هم سندونه لري، چي یو شمیر عناصر په بلوچستان کي نا امنیو ته لمن وهي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...