زابل ولایت د یو شمیر ښوونځیو له کرکټ لوبډلو سره د ورزشي توکو مرسته وسوه

راپور: نثار احمد څپاند

دغه ورزشی توکي چي د کرکټ اوړنده اولس رکمه شیان پکښي شامل دي د دې ولایت دپوهني ریاست له خوا د مرکز کلات د اوو ښوونځیو پر کرکټ لوبډلو وویشل سول او وروسته به د نورو ولسوالیو زده کوونکو ته هم ورکړل سي.

د زابل د پوهنی ریس نصرالله زاهد وویل، چي د دوی ریاست د زده کوونکو د تعلیم او تربیې ترڅنګ د هغوی روغتیا او ورزش ته هم پاملرنه کوي او ځکه یې ورته له خپلي بودیجې څخه دا شیان خریداري کړل او نن یې ورته وویشل.

نوموړي وویل، چی پر دې توکیو باندی درې لکه او شل زره افغانی لګښت راغلی د کرکټ ټول ضروري شیان پکښي شامل دي چي ورسره به د ښوونځیو کرکټ لوبډلي پیاوړی سي.

پر همدې مهال یو شمیر هغه لوبغاړي چي دا توکي ورته توزیع سوي دي وایي، چي په وروستیو کي افغان دولت له لوري ورزش ته پاملرنه ډیره سوې ده او ورسره کرکټ پرمختګ کړی دی.

دوي وایي دا ورزشي توکي چي د پوهني ریاست له خوا ورکول سول د دوی ټول ضرورتونه پوره کوي او دوی به وکړای سي چي په ښه ډول د کرکټ لوبه وکړي.

د زابل د کرکټ بورډ مسوولین هم د پوهنی ریاست دا نوښت ستايي او وایي چي ورزش هم د ځوانانو لپاره د تعلیم په څیر اهمیت لري او باید لا نور هم تقویه سي

د دې ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت وایي دا مهال زرګونه ځوانان په زابل کي په دغه لوبه بوخت او له جګړو او نشه یې توکیو راګرځیدلي دي.

د زابل د پوهنی ریاست مسٔوولین په داسی حال کي د ښوونځیو زده کوونکو ته ورزشي لوازم برابروي چي همدا اوس په دې ولایت کي د کرکټ د یو لوی سټوډیم د جوړیدو کار هم روان دی چي د مسٔوولینو په خبره ژره به ګټي اخیستنی ته وسپارل سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...