افغان ولسمشر د هند له صدراعظم پر بیلابیلو موضوعاتو بحث کړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم ناریندار مودي سره د بیلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ د لا پراختیا په اړه بحث کړی دی.

د جمهوري ریاست په وېب‌پاڼه کي د خپرو سویو معلوماتو له مخي په دغه لیدنه کي چي تېره ورځ سوې، دواړو خواوو د سیمه‌ییز اتصال، د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز په پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورنو کي د ګډي پانګوني په اړه خبري کړي دي.

په دغه لیدنه کي افغان ولسمشر د هند له صدراعظم سره دي هوکړي ته رسېدلی چي د هوايي کوریدورنو د پراختیا لپاره به د هند او افغانستان ترمنځ هوايي پروازنه زیاتېږي او دغه شان به د هرات او امرتسر ترمنځ هم هوايي دهلیز پرانیستل کېږي.

د دواړو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چي د قیمتي ډبرو د پروسس، د صادراتو او د درملو د تولید لپاره به افغان او هندي تخنیکې ټیمونه په خپلو کې ګډ کار کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...