د اسلاماباد یوې عالي محکمې پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۸» د هغه هیواد د پخواني صدراعظم نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم، محمد صفدر د استیناف غوښتنه ومنله او پر هغوی د زندان حکم معطل شو.
خو هر یو باید تر خوشې کیدو مخکي، محکمې ته څلور زره امریکايي ډالر ورکړي.
د پاکستان د احتساب محکمې د روان کال په جولای میاشت کي نواز شریف په ۱۰، د هغه لور مریم نواز په اووه او د هغي مېړه محمد صفدر په یو کال زندان محکوم کړل.
محکمې نواز شریف او مریم نواز د ۱۰ کلونو لپاره له سیاسي فعالیته هم منع کړي وو.
په پاکستان کي له اداري فساد سره د مبارزې دې محکمې د جولای په میاشت کي هغوی په اداري فساد مجرم وپېژندل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون