کندهار ښاران وايي، ښاروالي دي په ښار کي د بیا رغوني کارونه چټک کړي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار ښار کي د چوک مدد او شهیدانو څلور لارو تر منځ عځېدلی سړک دی چي د پراخوالي د کار چاري يې له تیر یوه کال راهیسي نه دي بشپړي سوي.

د کندهار ښاریان وايي، له تیرو دوو میاشتو راهیسي  په دغه ښار کي د ښاروالۍ کارونه ټکني سوي او د ښار دوکانداران او ښاریان ورسره په ستونزو کي دي.

د دوی په خبره پخوا به هره اونۍ نوې پروژې پيل کیدې خو اوس پيل سوي کارونه په میاشتو میاشتو ځنډیږ.ي.

ښاریان له ښاروالۍ غواړي تر څو په ښار کي کارونه چټک کړي او نوې پروژې پيل کړي.

بلخوا د کندهار د ښاروالۍ مسوولین د خلګو هغه ادعاوي ردوي چي ګواکي د ښاروالۍ کارونه ټکني سوي دي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضايي هیوادتلویزون ته وویل چي د ښار په تولو برخو کي د پروژو کارونه روان دي او د کار ځنډ یو شمیر تخنیکي ستونزي یادوي چي به خبره يې اوس يې یادي ستونزي حل کړي دي.

دی وايي، د مالي کال تر پایه به د ټولو پلان سوو پروژو کارونه بشپړ کړي.

سرپرست ښاروال همدا راز زیاتوي چي د کندهار ښار له څلورو دروازو څخه يې درې فعاله دي او هره ورځ  ورڅخه  شاوخوا څلور لکه افغاني عواید د ښاروالۍ په بودیجه کي جمع کیږي.

د ده په خبره د لویو لارو د تړکیدو له امله ډیری وخت په عوایدو کي کموالي راځي.

پر ښاروالۍ تور دی چي د دغو دروازو ډيره برخه پيسي  شخصي جیبونو ته ځي، خو سرپرست ښاروال بیا دا خبره ردي.

په کندهار ولایت کي د کارونو ځنډ یوازنی لامل د بودیجې پر وخت نه ورکړه بلل کیږي چي د مسوولینو په خبره د مرکزي ادارې له لوري د انشکافي بودیجې د ځنډ له امله بودیجه په پوره ډول په مصرف نه رسیږي، او د دغه ولایت په انکشافي بودیجه کي هم کموالی راغلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...