د ننګرهار د ملي امنيت ځواکونو لخوا په خپره سوې اعلامیه کي ليکل سوي چي د دې ولايت په شیرازدو ولسوالۍ کي دڅلورو قوماندانو په ګډون نهه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تېره شپه د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند دپټلو په سیمه کي د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والوطالبانو په مرکزونو عمليات ترسره کړي دي.
چې د دغو عملياتو پرمهال یاد مرکزونه له منځه وړل سوي او د څلورو قوماندانانو په ګډون نهه کسه طالبان وژل سوي دي.
د معلوماتو له مخي په وژل سویو کسانو کي سنګرمل،شهاب،حقیار او غني مشهور په سحرګل چي د طالبانو مهم قوماندانان وو هم پکښي شامل دي .
ددولت کومي وسله والي مخالفي ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون