د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان زين الله، وايي، چي د وسله والو طالبانو دغه ډله د ترينکوټ په “ده جوز” سيمه کي پر مرکز د بريدونو لپاره راټول سوي وو چي تیره شپه د بهرنيو ځواکونو له خوا پرې هوايي بريد وسو.
ده زياته کړه، په دې بريد کي د ترينکوټ لپاره د طالبانو د پوځي مسٔوول ملا ياسر او د کوټوالو او شاه منصورو امنيتي کمربندونو د جګړې رهبري کوونکي طالب قومندان سالار په ګډون شل وسله وال وژل سوي دي.
د هغه په وينا، د ترينکوټ ښار شمال لوېديځ ته يې هم د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کي پرمختګ کړى او ګڼ شمر ماينونه يې کشف او له منځه وړي دي.
طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون