د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وویل چي مازیګر مهال وسله والو طالبانو د اسعداباد په یارګل سیمه د هاوان دوه مرمۍ را ویشتلي وې چي یوه یې په یوه کور لګېدلې او دوې انجونې او یو هلک یې ټپیان کړي دي.
د دهقان په خبره ټپیان روغتون ته رسول سوي او ډاکټرانو یې حالت ښه ښودلی دی.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون