د وسله والو طالبانو ویاند تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کي ادعا کړي وه چي کسانو یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ نیولی دی.
دوی ویلي وو، چي دمګړی یې نوموړی نامعلوم ځای ته لېږدولی دی او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
خو عبدالرحمن سرجنګ نن د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د طالبانو دغه ادعا رد کړه.
دده په وینا په دې اړه په رسنیو کي خپاره سوي راپورونه ناسم دي.
سرجنګ وايي چې اوسمهال په هند کې دی او ژر به هېواد ته راستون سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون