انټرفاکس خبري آژانس وایي، دا سفر د هغه لغوه سوې غونډي د بیا پیل په موخه ترسره کیږي چې ټاکل سوې وه د رواني میاشتي په څلورمه نېټه ترسره سي.
سرچینه لیکي اوس به افغان او روسي چارواکي په دې سره سلا سي چي څه وخت او څنګه وکړای سي له طالبانو سره په مخامخ خبرو کي ګډون وکړي او به دې توګه به افغانستان کي د روانې جګړې حل ته زمینه برابره کړي.
انټرفاکس لیکي، روسي چارواکي باوري دي چي وسله وال طالبان به د روسيې په کوربه توب له افغان چارواکو سره مخامخ خبري کوي.
خو تر دې وړاندي په ځلونو طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو پیل رد کړی دی، بلکي تل یې ټینګار کړی دی چي له امریکا سره به خبرې کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون