د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چي په ټول هیواد په تېره په پلازمینه کابل کي د محرم د لسمي یا عاشورا په مناسبت شدید امنیتي تدابیر نیول سوي دي.
دده په خبره حکومت هڅه کوي چي دغه مراسم په پوره ډاډ او امنیت کي ترسره سي.
بل پلو ویل کېږي چي په کابل ښار کي د همدي مراسمو د ترسره کولو لپاره د شدیدو امنیتي تدابیرو له امله لاري بندي دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ سوي دي.
ویل کېږي چي حکومت د کابل ښار د بېلو برخو شعیه وګړو ته وسلي ورکړي دي او دوی یې د خپل امنیت تامین ته ګومارلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون