د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د کیم جونګ له وروستیو څرګندونو ښکاري چي شمالي کوریا غواړي دغه ستونزه حل کړل سي

 

دده په خبره امریکا تیاره ده، چي له شمالي کوریا سره د مذاکراتو دریدلي لړۍ بیا پیل کړي.
هغه ویلي راتلونکې اونۍ به د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته لاړ سي او هلته به ورسره وګوري.
پمپیو وایي له وزیر سره به په دې لیدنه کي د اټومي توغندیو د له منځه وړلو او نورو مسایلو په اړه خبري وکړي.
امریکا ټینګار کړی، چي شمالي کوریا دي د خپلو اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره خپل اقدامات چټک کړي.
د شمالي کوریا ولسمشر ویلي و هغه تیار دی، چي بهرنیو څیړونکو ته د شمالي کوریا د اټومي بټیو د څیړلو زمینه برابره کړي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...