سيمه او نړۍ

هندي کشمیر کي پر هندي پولیسو تر برید وروسته هندوستان، پاکستان سره پر پوله پوځي مانورونه پیل کړي دي

په دې پوځي مانورو کي د چورلکو او جیټ الوتکو په ګډون بېلابېل پوځي وسیلي کارول کیږي. د هند رسمي خبري اژانس پي ټي ای ویلي، دا مانورې په پوکهران او بهرپور سیمو کي پیل سوي دي. ګڼو هندي رسنیو ویلي، دغو پوځي مانورو ته له پخوا راهیسي چمتووالی نیول سوی دی . د پي ټي ای د راپور له ...

Read More »

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به په یو دوه ورځني سفر نن اسلام اباد ته ولاړ سي

که څه هم تر دې مخکي ټاکل سوې وه چي محمد بن سلمان به د شنبي په ورځ اسلام اباد ته ولاړ سي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چي اسلام اباد ته د محمد بن سلمان سفر د نامعلومو لاملونو له امله یو ورځ وځنډید.د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخي، د پاکستان حکومت اسلام ...

Read More »

د بشري حقونو څارونکي: پاکستان دي د پښتنو اعتراضونو ته قانع کوونکی جواب ورکړي

د بشري حقونو د څار ادارې پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي مطلب کي ویلي، چي په پاکستان کي مېشت پښتانه له کلونو راهیسي تر ظلم او جبر لاندي ژوند کوي. سرچینه زیاتوي، دوی د پاکستاني پوځ په عملیاتو او د امریکايي الوتکو په بریدونو کې ځپل سوي دي او دوی ته اجازه نه ده ورکړل سوې، چي خپل ...

Read More »

پر پاکستاني پوځ وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې ده

د بلوچستان په لورلايي کي د نا پیژندل سویو وسله والو په ډزو کي د پاکستان د مليشه قواو دوه سرتیري وژل سوي او يو لاروی ټپي سوی دی. پوليس وايي چي دغه پيښه د لورلايي ښار پر ژوب سړک باندې سوې ده. ددوی په خبره د ملیشه قواو سرتیري په غیر رسمي جامو کي په بازار کي گرځیدل چي ...

Read More »

المان له افغانستان او سوریې د ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی

 د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د مونیخ کنفرانس کD د خبرو پر مهال ویلي چي په افغانستان او سوریه کي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، نو ددې اړتیا نه لیدل کیږي چي د ځواکونو دایستلو پرېکړه وسي. د نوموړې په وینا له افغانستان او سوریې د ځواکونو وتل به ایران او ترهګري ډلي په سیمه کي پیاوړې کړي ...

Read More »

بولټن خپل هندي سیال ته د تروريزم ضد مبارزې ډاډ ورکړی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له خپل هندي سیال سره په ټلفوني خبرو کي د تروریزم پر وړاندي د مبارزې په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه اجیت دووال ته ویلي چي واشنګټن به له نوي ډهلي سره په دې برخه کي خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. دا خبري وروسته تر هغه سوي دي چي ...

Read More »

مریکا کي یوه وسله وال لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د امریکا شیکاګو ته څیرمه یوه کارځي کي یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي. ډزې د کارخوني یوه کارکوونکي په یوه کارځي کي کړې، چي پنځه پولیس پکښي ټپیان سوي هم دي. تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کي د دغه برید انګیزه مالومه نه ده. بریدګر هم له ...

Read More »

عرب شاهزاده نن پاکستان ته ځي؛ پاکستاني حکومت یې هر کلي ته سخت تدابیر نیولي دي

پاکستان کې چارواکو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د هرکلي په پار الوتنې لا منظمي کړې، لوکس هوټلونه یې ریزرف کړي، ۳۵۰۰ کوترې یې راغونډې کړې او رنګارنګ بالونونه یې د هغه د راتلو لپاره هوا ته پورته کړي دي. په پام کي ده چي محمد بن سلمان نن اسلام اباد ته ولاړ سي. پاکستان له سعودي تمه لري ...

Read More »

ډونالډ ټرمپ، د مکسیکو سره پر پوله د سرحدي دیوال د جوړولو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی

 ټرمپ ویلي قوي هوډ لري چي په جنوبي سرحد کي د کړکېچ پر وړاندي مقابله وکړي. نوموړي ویلي، امریکا ته د واردیدونکو نشه یي توکو زیاته برخه د جنوبي سرحدونو څخه ورځي، نو باید د امریکا په جنوبي سرحدونو کي ملي امنیت ته پام وسي. سپیني ماڼۍ د امریکا د جنوبي پولي د امنیت د ټینگولو لپاره له کانگرس نه ...

Read More »

د ناټو غړي په افغانستان کي د خپل ماموریت په اړه بحثونه کوي

  د رسنیو د راپورونو له مخي د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې چي نن پنجشنبه به د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کوي. د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو ددفاع وزیران به په دغه غونډه کي په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تر بحث لاندي نیسي. ناټو داسي مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چي ...

Read More »