پاکستان کې چارواکو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د هرکلي په پار الوتنې لا منظمي کړې، لوکس هوټلونه یې ریزرف کړي، ۳۵۰۰ کوترې یې راغونډې کړې او رنګارنګ بالونونه یې د هغه د راتلو لپاره هوا ته پورته کړي دي.
په پام کي ده چي محمد بن سلمان نن اسلام اباد ته ولاړ سي. پاکستان له سعودي تمه لري چي شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کي د پانګوني ځینې هوکړې لاسلیک کړي، چي ارزښت یې تر ۲۰ میلیاردو ډالرو رسېږي.
د فرانسې د خبري اژانس له مخي، د شهزاده هرکلي ته د اسلام اباد پر سړکونو رنګارنګ د هرکلي پیغامونه ټومبل سوي.
یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، پولیس، پوځ او د سعودي د شاهۍ کورنۍ ځانګړي ځواکونه هم د شهزاده د مېلمستیا ځای ته رسیدلي دي. اسلام اباد کي چارواکو ویلي، دوو پنځه ستوریزو هوټلونو ته ویل سوي چي هر راز ریزرویشن بند کړي او ټولي خوني د شهزاده ډلي ته ځانګړي کړي.
شهزاده دا سفر داسي مهال کوي چي د اسلام اباد او هند ترمنځ اړیکي یو ځل د هند تر ولکې لاندي کشمیر کي د هغه ځانمرګي برید له کبله بیا ترینګلي سوي، چي ۴۱ کسان پکښې ووژل سول. شهزاده محمد به له اسلام اباد وروسته هند ته هم سفر وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون