د امریکا شیکاګو ته څیرمه یوه کارځي کي یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.
ډزې د کارخوني یوه کارکوونکي په یوه کارځي کي کړې، چي پنځه پولیس پکښي ټپیان سوي هم دي.
تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کي د دغه برید انګیزه مالومه نه ده.
بریدګر هم له پولیسو سره په ډزو کي وژل سوی دی.
دغه ډزې د جمعي په ورځ دوې بجي د هنري پرټ په نوم فابریکه کي سوي.
پولیسو ویلي، بریدګر ګري مارټین نومېږي چي ۴۵ کلن دی.
د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښي څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلي له خپلو سرتېرو مننه کوي، ځکه چي د بریدګر مخي ته ډال ګرځیدلي او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون