د بشري حقونو څارونکي: پاکستان دي د پښتنو اعتراضونو ته قانع کوونکی جواب ورکړي

د بشري حقونو د څار ادارې پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي مطلب کي ویلي، چي په پاکستان کي مېشت پښتانه له کلونو راهیسي تر ظلم او جبر لاندي ژوند کوي.

سرچینه زیاتوي، دوی د پاکستاني پوځ په عملیاتو او د امریکايي الوتکو په بریدونو کې ځپل سوي دي او دوی ته اجازه نه ده ورکړل سوې، چي خپل ږغ پورته کړي.

سرچینه کاږي پښتانه په سوله ییزه توګه او له معقولو لارو خپل حق غواړي نو پاکستاني حکومت ته په کار ده، چي ددغه سوله ییز غورځنګ د ځپلو پر ځای ددوی غوښتنو ته جواب ووایي.

په مطلب کي ټینګار سوی، چي پاکستانی حکومت دي له زور زیاتي او د پښتونژغورني غورځنګ د غړو له ځپلو او زنداني کولو لاس واخلي.

د پښتونژغورني غورځنګ د پاکستاني حکومت پر وړاندي له میاشتو راهیسي اعتراضونه کوي.

دغه غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه کوي. د نړۍ ګڼو بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو له دغه غورځنګ ملاتړ کړی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...