د کندهار د عامي روغتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کي د پولیو نوې پیښه ثبت سوې ده

د کندهار د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت رئیس ډاکتر عبدالشکور نصرت وویل، فلج سوی ماشوم هلک دی چي نور احمد نومېږي د عبدالله زوی او پنځه کاله عمر لري.

د ښاغلي نصرت په خبره، د پولیو دغه پېښه په هغه سیمه کي رامنځته سوې، چېري چي د تېرو شپږو میاشتو راهیسي وسله والو طالبانو د واکسین پر تطبیق بندیز لګولی و.

ښاغلي نصرت وویل چي د راتلونکې دوشنبې په ورځ به په غورک او د کندهار ولایت په نورو ټولو سیمو کي د پولیو درې ورځنی کمپاین پیل سي.

چارواکي وايي، دا په کندهار کې د ۲۰۱۹ کال د پولیو دوهمه پېښه ده چي رامنځته کېږي.

په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کي په کندهار کي د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت سوي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...