سيمه او نړۍ

د هند لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کي ویلي، چي که په رښتیا پښتون دی نو پر خپله خبره دي ودریږي

 نریندا مودي وړمه ورځ په هند کي د یوې وینا پر مهال ویلي، پاکستان په هند کي په خونړیو پېښو کي لاس لري. دده په خبره عمران خان ورسره ژمنه کړې وه، چي دی به په سیمه کي د امنیت په راتګ کي همکاري کوي. د مودي په خبره عمران خان ورسره په تلیفوني خبرو کي ویلي وو، چي دی ...

Read More »

پرویز مشرف: هند پخپلو اټومي بمونو پاکستان بربادولای سي

هند په شلو بمونو پاکستان ختمولای سي. د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف پخپلو تازه څرګندونو کي ویلي، پاکستان ته نه ده په کار چي د هند پر وړاندې د تشدد او جګړې لار خپله کړي. دده په وینا دا سمه ده چي پاکستان یو اټومي قدرت دی، خو هند هم تر چا کم نه دی. دده په وینا که ...

Read More »

عربه شاهزادګۍ په امریکا کي د سعودي عربستان سفیره سوه

د نیویارک ټایمز د راپور له مخي سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د خپل هیواد سفیره ټاکلې ده. د سعودي حکومت د شنبي په ورځ اعلان کړی دی چي میرمن ریما بنت سلطان به په امریکا کي د سعودي عربستان استازیتوب کوي. په دې توګه به نو هغه لومړنۍ مېرمن وي چي د سعودي د حکومت له ...

Read More »

چین او امریکا د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ښه کولو کار پیل کړی دی

د راپورونو له مخي د چین لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی او له امریکایي لوري سره یې جدي خبري پيل کړي دي. امریکايي چارواکي وايي، ټاکل سوې چي ددواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کي رامنځ ته سوي ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل سي. دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ...

Read More »

کیم جونګ اون په اورګاډي کي د ویتنام په لور روان سوی

شمالي کوريا تاییدوي، چي د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتني لپاره ويټنام ته روان سوى دى. د شمالي کوريا دولتي اژانس وايي، د دغه هېواد مشر مرکچي کيم يونګ چال هم د شمالي کوريا د رهبر له خور کيم يو جونګ سره په دې سفر کې ملګرى دى. هغه رېلګاډى ...

Read More »

پاکستان کي د حافظ سعید دوه موسسې تړل سوي دي

د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د پاکستان حکومت په هندي کشمیر کي د وروستۍ مرگوني پیښي په اړه د نړیوالو غبرگونونو په نتیجه کي ددغو دوو خیریه موسسو د فعالیت د بندولو پریکړه کړې ده. د راپورونو له مخي جماعت الدعوه او فلاح انسانیت د ...

Read More »

پښتونخوا کي د بارانونو له امله ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خېبرپښتونخوا کي د تازه بارانونو له امله رامنځته سویو پیښو کي ۱۹ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان سوي دي. د خېبرپښتونخوا د طبعي افتونو پر وړاندي د مبارزې ادارې ویلي، د بارانونو له امله د کورونو د نړېدو له امله ۱۹ کسان مړه سوي او ۱۳ نور ټپیان دي چي د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم د اندېښتې وړ ...

Read More »

د بنګله دیش په مرکز ډاکه کي د اورلګیدني په پیښه کي تر اویا ډیر کسان وژل سوي دي

اورلګېدنه د یوې تاریخي سیمي په ودانۍ کي رامنځته سوې ده. چارواکي وایي چي په دې ودانۍ کي د کیماوي توکو ګدام هم دی. د رسنیو په خبره اور نږدې ودانیو ته هم رسدلی دی. اور وژونکي ډله سیمې ته رسېدلې ده خو تر اوسه یې په کنټرولولو بریالۍ سوې نه ده. د بنګله دېش د اور وژني مشر علي ...

Read More »

محمد بن سلمان: په هند کي د سل میلیارده ډالر پانګوني فرصتونه سته

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په نوي ډهلي په یوه خبري غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي چي دوی په هند کي پانګونې ته لیواله دي. دده په وینا په هند کي د سلو میلیارده ډالرو پانګوني فرصت سته  او دوی به په راتلونکو دوو کلونو کي پر دې مسئله غور وکړي. د محمد بن سلمان په ...

Read More »

ولاديمير پوتین پر امریکا د برید ګواښ کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته ګواښ کړی دی چي که په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي نو روسیه به نه یوازې اروپایي هېوادونه بلکي خپله امریکا هم په نښه کړي. پوتین نن په مسکو کي ملت ته په خپله وینا کي تکرار کړه چي د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د ...

Read More »