عربه شاهزادګۍ په امریکا کي د سعودي عربستان سفیره سوه

د نیویارک ټایمز د راپور له مخي سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د خپل هیواد سفیره ټاکلې ده.
د سعودي حکومت د شنبي په ورځ اعلان کړی دی چي میرمن ریما بنت سلطان به په امریکا کي د سعودي عربستان استازیتوب کوي.
په دې توګه به نو هغه لومړنۍ مېرمن وي چي د سعودي د حکومت له لوري پر دې دنده ګومارل کېږي. په دې وروستیو کي د جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته د امریکا او سعودي عربستان اړیکې ترینګلې سوي دي. ویل کېږي چي ریما بنت سلطان به ددې اړیکو په جوړولو کي هڅه وکړي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...