حکومت وايي، محمد اشرف غني به په زرنج ښار کي د چابهار بندر خوا ته د افغانستان د تجارتي مالونو د لومړۍ بستي د حرکت په مراسمو کي ګډون وکړي.
جمهوري رياست نن په يوه اعلاميه کې وويل چي ولسمشر غني به په نيمروز کي له مخورو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو او تجارانو سره هم وګوري.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پرون په کابل کي يوه کنفرانس ته وويل، د افغانستان ٥٧٠ ټُنه صادراتي مالونه به نن يکشنبه د هند پر لوري حرکت وکړي:
“د افغانستان د موادو لومړۍ بسته به د زرنج له ښاره د ورېښمو پله او بیا د چابهار پر لار هند ته ورسېږي.”
چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نږدې او ارزانه لار بلل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون