راپور: مهتمم صالح
په کندهار ښار کي د سردار مدت خان څلور لاري څخه تر شهيدانو څلور لاري پوري د حبیبي واټ د لویدیځ اړخ سړک د ډامبر چاري پيل سوې.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وايي، د ياد سړک عرض ډېر کم وو، چي د ترافيکي ستونزو په خاطر يې اوس عرض څلوېښت متره سوی دی.
منيب وايي، دغه سړک د ۲۲ میليون افغانيو په ارزښت جوړیږي، چي ټوله کار يې په لسو مياشتو کي پای ته رسيږي.
دغه راز د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي وايي، د ابيارۍ رياست او د مخابراتو رياست سره توافق ته رسېدلی او ژر به د حبيبي واټ د شرق طرق د سړک کار هم پیل سي.
خلکو شکايت کوی، چي پر ياد سړک يې دوکانونه او کورونه استملاک سوي، او کندهار ښاروالۍ ورته بديل نه دئ ورکړی، خو نسيم رضايي وايي، پر ياد واټ د خلکو د نړولو سوو ځايونو بديل به ډېر ژر ورکړل سي.
رضايي، زياتوي پر حبیبي واټ باندي پنځه پروژې پلي سوي، چي دغه سړک په معياري توګه جوړ سي.
په کندهار ښار کي ډېری سړکونه کنډ او کپر سوي، چي خلکو ته يې د تګ راتګ پر مهال بېلابيلی ستونزي جوړي کړي.
بای پاس او د کاريز بازار هغه سړکونه دي، چي لوی بار وړونکي موټرونه ورباندي تګ راتګ کوي چي د زياتو دوړو څخه يې خلک په تنفسي ناروغيو اخته سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون