راپور: مهتمم صالح
دوی وایي، والي د دولت له بوديجې څخه ځیني ځوانان کابل ته غوښتي او د کندهار مشرانو ته توهين په کوي.
دوی زياتوي، هغه ځوانان چي کابل ته تللي، هغوی د کندهار د ځوانانو نمایندګي نه سي کولای.
په کندهار کي یو شمېر ځوانانو د والي حيات الله حيات پر ضد اعتراض وکړ او وايي، چي حيات الله حيات يوازي کندهار ته د بې اتفاقۍ او ګډوډۍ لپاره راځي.
دوی زياتوي، مرکزي دولت په لوی لاس غواړي، چي کندهار له پښو وغورځوي، او په تيرو اتلس کلنو کي تر ټولو ولايتونو زيات د کندهار ولايت ولسي مشران وژل سوي دي.
ځوانان وايي، که مشران د کندهار په درد دردمند وي، د کندهار د پوهني رياست ته دي کتابونه ورکړي.
دوی وایي، والي د دولت له بوديجې څخه ځیني ځوانان کابل ته ورغوښتي وه او د کندهار مشرانو ته توهين په کوي.
دغه راز دوی وايي، مرکزي دولت ښايي په کندهاري ځوانانو کي دا استعداد نه ويني، چي د بل ولايت کس دلته د والي په توګه ټاکي.
د دوی په خبره په ولايت مقام کي د ځوانانو د ستونزو په موخه څلور ورځنی سمينار جوړ سوی و، تر څو مرکز ته ولاړ سي او خپلي ستونزي شريکي کړي، خو له هغو ځوانانو څخه يو هم نه دئ، غوښتل سوی.
دوی وايي، د کندهار قومي مشران د پوهني رياست او عامي روغتيا پياوړتيا غواړي نه د هغو پر خوله غورځول.
د يادولو وړ ده، د والي حيات الله حيات په ټاکلو سره ولایتي شورا هم مخالفت کړی وو او د ولايت مخي ته يې خېمه وهلې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون