د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د پاکستان حکومت په هندي کشمیر کي د وروستۍ مرگوني پیښي په اړه د نړیوالو غبرگونونو په نتیجه کي ددغو دوو خیریه موسسو د فعالیت د بندولو پریکړه کړې ده.
د راپورونو له مخي جماعت الدعوه او فلاح انسانیت د لشکر طیبه د جهادي ډلي سره تړلي موسسي دي چي د سخت دریځه ملا حافظ سعید له خوا جوړې سوي دي.
لشکر طیبه په هندي کشمیر کي د هند د پوځ په ضد جنگیږي.
د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت خیریه موسسو فعالیت تیر کال د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک پر اساس د پاکستان حکومت بند کړی و، خو دوه میاشتي وړاندي د پاکستان ستري محکمي ددې موسسو فعایت بیرته ازاد کړ. امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لست کي شامل کړی دی او د هغه په نیولو یې د ١٠ میلیونو امریکایي ډالرو انعام ایښي دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون