ضمیر کابلوف: ترکیه باید د افغانستان د سولي په راتلونکو خبرو کي ګډون وکړي

 

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، ترکیه د افغانستان د سولي په مسئله کي مهم رول لوبولای سي نو ځکه دې د قطر په راتلونکي غونډه کي د ګډون فرصت ورکړل سي.
ضمیر کابلوف ویلي، امریکا په یوازې ځان د افغانستان ستونزه نه سي حل کولی، بلکي ددې اړتیا ده، چي ځیني نور اړخونه هم په دې خبرو کي ګډون وکړي.
کابلوف هیله څرګنده کړې چي له سیاسي لارو وکړی سي افغان جګړه ختمه سي، خو ددې اړتیا ده، چي د افغان حکومت په ګډون نور اړخونه هم پکښي ګډ کړل سي.
کابلوف په ترکیه کي له زلمي خلیلزاد سره هم کتلي دي او د افغان سولي په اړه یې خبري کړي دي.
ټاکل سوې چي د رواني میاشتي په ۲۵مه یا دوې ورځي وروسته په قطر کي د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو پيل سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...