کیم جونګ اون په اورګاډي کي د ویتنام په لور روان سوی

شمالي کوريا تاییدوي، چي د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتني لپاره ويټنام ته روان سوى دى.

د شمالي کوريا دولتي اژانس وايي، د دغه هېواد مشر مرکچي کيم يونګ چال هم د شمالي کوريا د رهبر له خور کيم يو جونګ سره په دې سفر کې ملګرى دى.

هغه رېلګاډى چي دغه کسان يې لېږدول، پرون شنبه د چين سرحدي ښار دان دونګ ته ورسید او بيا یې ناوخته د ويټنام پر لوري حرکت وکړ.

تمه ده چي کيم جونګ اون را روانه چهارشنبه او پنجشنبه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د دوى بحثونه به له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې متمرکز وي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...