راپورونه

د هیواد ناامنۍ او سیاسي کړاونه د دې لامل سوي چي د اسعارو بیي په هرات ولایت کي په بې ثباته حالت کي وي

راپور: غلام فاروق رسولي امنیت هغه هیله چي ټوله هیوادوال یې په سر کي لري. خو د ځینو کسانو په خبره دا اوس هیله نه بلکي یو ارمان دی چي لاسته راوړل یې ناشونې ښکاري. دلته په هرات ولایت کي صرافان هغه کسان چي د پیسو سره یې کار دی هم شکایت کوي چي کاروبار یې خراب سوی دی. دوی ...

Read More »

په ولسي جرګه کي د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر وایي، چي د جنرال رازق د وژني قضیه باید په جدي توګه وڅیړل سي

دا زرګونه خلک د ستر جنرال عبد الرازق، جنرال جبار قهرمان او جنرال مومن حسین خیل د فاتحې مراسو لپاره را  ټول سوي، دلته تر ډيره باورونه  دا دي چي د کندهار پیښه تصادف نه بلکي یو پلان سوی کار وو، دوی ټینګار کوي چي دا پیښه د په بشپړ ډول وڅیړل سي او پایلي له ولس سره شریک کړي، ...

Read More »

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، رښتيني او مسلکي ډاکتران باید له غیر حرفوي ډاکترانو جلا سي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ په کابل کي د طبي شورا یوې ناستي ته په وینا کې ټينګار وکړ چي دغه شورا باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له غیر حرفوي ډاکټرانو جلا کړي. ښاغلي دانش وویل، هغه چاته باید اجازه ورنه کړل سي چې د ډاکتر له نومه ناوړه ګټه پورته کوي. ده وویل، ...

Read More »

په کندهار کي د ټاکنو کمیسیون مسٔولين وايي، لا تر اوسه په دريو ولسواليو کي ټاکنیز مواد پاته دي

راپور: نقیب صدیقي د ټاکنو کمېسیون رئيس نعمت الله وردک وايي، په دریو هغه ولسواليو کی چي د هوا د لاري ورته ټاکنیز مواد انتقال سوي وه، تر دا مهاله يې مواد بیرته د ټاکنو کمېسیون ته نه دي رارسېدلي. په کندهار کي د ټاکنو کمېسيون رئيس نعمت الله وردګ وايي لا تر اوسه په دریو ولسوالیو کي ټاکنيز مواد ...

Read More »

روزګان کي د جګړې پرمهال ۲۱ ځایي اوسیدونکي وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي

راپور: اجمل وصال مسٔوولین وایي، د حکیم شجاعي په مشرۍ د اهل تشیع او پښتنو ترمنځ خپلمنځي نښته تیره ورځ وروسته تر هغه د روزګان خاص روزګان ولسوالۍ په کندلانو سیمه کي رامنځته سوې، کله چي غیره مسٔووله وسله وال حکیم شجاعي پر دغه کلی برید وکړ. د روزګان والي وایې، په دغه نښته کي د حکیم شجاعي د مرستیال ...

Read More »

ولسمشر غني وايي، چي د هلمند لپاره به د لومړۍ درجې ولایت ټولي اسانتیاوي په پام کي ونیول سي

ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تیره ورځ سهار هلمند ولايت ته سفر وکړ. ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کي د هلمند له امنیتي او دفاعي مسٔوولینو سره وکتل. غني د هلمند په قول اردو کي پر راغلو بدلونو خوښي څرګنده کړه او په قول اردوګانو کي یې د منسوبینو پر ښوونې او روزنې ...

Read More »

دبغلان اوسیدونکو دیوې غونډي په ترڅ کي دهیواد په کچه له ټولو پروژو ملاتړ کړی

راپور: نورګل اندړوال بغلان کې د پروژو دڅار په زیاتوالي او ولسوالیو کي د پروژو په پلي کیدو ټينګار ځکه سوی چي دخلکو اړتیا ورته زیاته ده . دبغلان والي دې غونډي ته په وینا کي دولسي ملاتړ په برخه کي ځان پړ بولي او وايي، ترڅو حکومت خلکو ته شانه ده کړې بغلان کي ولس له حکومت ملاتړ کړی. ...

Read More »

کندهار ښاریان وايي، په ټاکنو کي پوره ونډه اخلي او د خپلي خوښي نوماند ته رايه ورکوي

دوی وايي، ټاکني د دیموکراسۍ اصل دی، او باید هر هیوادوال چي پر شرایطو برابر وي خپله رايه داسي چاته ورکړي، چي ملي ارزښتنو ته ژمن وي. کندهار ښاريان وايي په ټاکنو کي پراخ ګډون کوي او د خپلي خوښي نوماند ته رايه ورکوي. راتلوونکې شنبه چي د رواني مياشت پنځمه کيږي په دغه ولایت کي د ولسي جرګې ټاکني ...

Read More »

کندهار ښاريان وايي، د امنيت په راوستلو کي د امنيتي ځواکونو سره هر ډول همکاري کوي او نه پرېږدي چي د کندهار امنيت ګډوډ سي

دوی وايي، که د امنيت په راوستلو کي د دولت سره د خلکو همکاري نه وي، امنیتي ځواکونه نسي کولای چي په هیواد کي امنيت تامن کړي. کندهار ښاريان وايي د امنيت په راوستلو کي د امنیتي ځواکونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او نه پرېږدي چي په کندهار ولایت کي امنيت ګډوډ سي. دوی وايي، لکه څنګه ...

Read More »

په هند کي د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د ستر جنرال عبدارازق مړينه د ټول هیواد لپاره يوه لویه ضایع ده

هغه د ستر جنرال عبدالرازق مزار ته ورغلی او هلته یې د مغفرت دعا وکړل. ده وویل، جنرال عبدالرازق  يو ملي اتل وو او د هیواد په سوله او امنیت کي يې مهم رول درلودی. په هندوستان کي د افغانستان پخواني سفير شیدا ابدالي وايي، ستر جنرال عبدالرازق یوازي د کندهار نه بلکي د ټوله هيواد يو ملي اتل و. ...

Read More »