راپور: نورګل اندړوال
بغلان کې د پروژو دڅار په زیاتوالي او ولسوالیو کي د پروژو په پلي کیدو ټينګار ځکه سوی چي دخلکو اړتیا ورته زیاته ده .
دبغلان والي دې غونډي ته په وینا کي دولسي ملاتړ په برخه کي ځان پړ بولي او وايي، ترڅو حکومت خلکو ته شانه ده کړې بغلان کي ولس له حکومت ملاتړ کړی.
بغلان کي د حکومت له ستراتېژیکو پروژو په ملاتړ غونډه جوړه سوې .
دبغلان اوسیدونکي وايي، چي له عام المنفعه پروژو ملاتړ دهرافغان دنده ده او باید دساتني لپاره یې کار وکړي.
ددې ترڅنګ چي مسٔولین دپروژو په تطبیق کي دحکومت څار اړین بولي دولس استازي وايي، ولسوالیو کي دپروژو د پلي کیدو تشه لیدل کیږي او اړتیا ده چي افغان حکومت په کلیوالي سیمو کي هم په رغنیزو پروژو پانګونه وکړي.
د بغلان ولایتي اداره وايي، په سختو شرایطو کي عامو کسانو دحکومت له هرډول پروژو ملاتړ کړی خوځان پړ په دې بولي چي دې ولایت ته څنګه چي اړتیا وه کار نه دی سوی او ترډیره یو شمیر حکومتي کړۍ ولس ته شا کوي او له پامه یې غورځوي .
دبغلان اوسیدونکي وايي، دحکومت له ټولو هغو پروژو څخه په هرډول شرایطو کي یې ملاتړ کړی او لا ورته تټروهي چي افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره سیالۍ ته نژدې کوي او خلکو ته کاري زمیني برابروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون