راپور: مهتمم صالح
د دغه شورا غړي وايي، چي د کندهار د امنیې قومندان نوی دی تر څو چي هغه د خپلو کارونو سره بلدیږي باید د امنیت امر ورسره مرسته وکړي.
بلخوا قومي مشران وايي، په کندهار کي د ټاکنو په ورځ هم امنیت د اطرافي په هڅو نیول سوی وو او کومه پېښه رامنځ ته نه سوه.
وروسته له هغه چي د کندهار د امنیت امر د تبدلۍ اوازې خپري سوې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو د یوې غونډي پر مهال وويل د کندهار امنیه قومندان نوی دی تر څو چي هغه د خپلو کارونو سره بلدیږي باید د امنیت امر ورسره مرسته وکړي.
دوی د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چي يو څه وخت دي د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي پر خپل ځای پرېږدي تر څو د دغه ولایت امنيت له ستونزو سره مخ نسي.
دغه راز دوی زياتوي که مرکزي حکومت پلان لري چي کندهار ته نوی والي وټاکي باید د خلکو په خوښه وټاکل سي.
دغه راز قومي مشران وايي، د ټاکنو په ورځ هم د امنیت امر د ښه پلان له مخي په کندهار کي ټاکني پرته له کومي پيښي تر سره سوې، ځکه د امنیت د امر شتون دلته ډير اړین دی.
دوی وايي تغیر او تبدل راځي خو مرکزي حکومت دي د کندهار امنیت ته په کتو د امنیت امر رحمت الله اطرافي يو څه وخت نور هم پر خپله دنده پرېږدي.
د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي د تېرو څو کلونو راهیسي د ياد ولایت د امنیت د امر په صفت دنده ترسره کړې، چي په خپله دنده کي بریالی ثابت سوی.
د یادلو وړ ده چي د کندهار د امنیت امر د تبدلۍ په اړه تر اوسه حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون