د افغانستان د متشبیثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ویلي، افغانستان ته د بې کیفیته زعفرانو واردات د دې لامل سوي چي په هېواد کي د زعفرانو بیه راټيټه او افغان سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان واوړي.
نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چي په هېواد کي د بې کیفیته زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي، کنه نو دلته به د زعفرانو کښت او صادراتو ته جدي زیان ورسېږي.
تر دې وړاندي بیا د کرنې او مالدارۍ وزارت د رواني میلادي میاشتي په پیل کي له بهره هیواد ته د زعفرانو د پیازو واردات منعه کړي وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون