راپور: نقیب صدیقي
د ټاکنو کمېسیون رئيس نعمت الله وردک وايي، په دریو هغه ولسواليو کی چي د هوا د لاري ورته ټاکنیز مواد انتقال سوي وه، تر دا مهاله يې مواد بیرته د ټاکنو کمېسیون ته نه دي رارسېدلي.
په کندهار کي د ټاکنو کمېسيون رئيس نعمت الله وردګ وايي لا تر اوسه په دریو ولسوالیو کي ټاکنيز مواد پاته دي او تر کمېسيون پوري نه دي رسېدلي.
دی وايي میانشن، رېګستان او ښورابک هغه ولسوالۍ دي چي لا تر اوسه يې ټاکنیز مواد نه دي رسېدلي.
د ده په خبره دا د هغو ولسولیو له جملې څخه دي چي مواد يې د هوا له لاري انتقاليږي.
دی زياتوي، د کندهار د ټاکنو کمېسيون هڅه کوي چي ژر تر ژره مواد بسته بندي کړي او مرکز ته يې واستوي، تر څو يې د شمېرني کار پیل سي.
د وردګ په خبره تر اوسه د رایو شمېر معلوم نه دی خو کله چي يې مرکز ته واستوي د باطلو او سپينو رایو په اړه به معلومات خپاره کړي.
په کندهار کي ټاکني تېره شنبه تر سره سوې، چي خلکو پکښي پراخ ګډونه کړی وو.
بلخوا خلک وايي چي په ټاکنو کي درغلي سوي او د ځینو نوماندانو په ګټه رايي استعمال سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون