د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ په کابل کي د طبي شورا یوې ناستي ته په وینا کې ټينګار وکړ چي دغه شورا باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له غیر حرفوي ډاکټرانو جلا کړي.
ښاغلي دانش وویل، هغه چاته باید اجازه ورنه کړل سي چې د ډاکتر له نومه ناوړه ګټه پورته کوي.
ده وویل، یوشمېر کسان سته چې د ډاکتر له نومه یوازي د پیسو ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له جعلي او غیر حرفوي ډاکترانو جلا سي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې وړاندي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یادې شورا د پرانيستي پرمهال ویلي وو چي ځیني درملتونونه او ډاکتران د بې کیفیته درملو په تړونونو کې شریک دي چي دا بهیر نور د منلو نه دی او باید پای ته ورسېږي.
ولسمشر غني دغه شان ویلي وو چي درملتونونه باید خلکو ته باکیفیته درمل وړاندې کړي او د درملو سېستم باید داسي تنظیم سي چي د خلکو باور راخپل او هیوادوال باکیفیته درملو ته لاسرسی ولري.
په ورته وخت کي د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسي ډاکتر نسرین اوریاخېل د دوشنبې په ورځ یادې غونډې ته وویل چي د دغې شورا له جوړېدو راهیسې تر دې دمه یو شمېر د پام وړ کارونه ترسره سوي او هڅي روانې دي چې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.
د افغانستان طبي شورا د ۱۳۹۶کال د میزان په ۱۱ مه پرانيستل سوه او یاده شورا دنده لري چې د ډاکترانو د مسلکي پوهي د کچې ښه والي او د روغتیایي خدمتونو د لوړولو له لارې د ناروغانو خوندیتوب تامین کړي.
همدارنګه د طبي ډاکترانو ثبت او د جواز ورکړه، د طبابت د اخلاقو ترویج او عدلي او قضایي ارګانونو ته له مراجعې دمخه مسلکي طبي سرغړونو او شکایتونو ته رسېدنه، د طبي روزنیزو معیارونو د ښه والي او پیاوړتیا له لارې د ډاکترانو د مسلکي وړتیا لوړول د یادې شورا اهداف بلل کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون